کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” د امریکا د ولسمشر ټرمپ پر وروستیو دریځونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې هېڅ نړیوال ځواک نشي کولای یو ملت له خپلو قانوني حقونو بې.برخې کړي.
پزشکیان ویلي، ټرمپ ادعا کوي چې ایران باید له خپلو هستوي حقونو استفاده ونه کړي، خو دا نه ده روښانه چې دا محدودیت د کوم جرم پر بنسټ مطرح کېږي.
نوموړي پوښتنه کړې، چې ټرمپ د نړۍ په کچه څه صلاحیت لري چې د یوه ملت پر حقونو پرېکړه وکړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، د انساني اصولو له مخې هر انسان، پرته له دین، مذهب، نژاد او قومیت څخه، باید له خپلو اساسي حقونو برخمن وي.
هغه ټینګار کړی، چې ایران غواړي په نړیوال نظام کې له ټولو هېوادونو سره د عدالت او انصاف پر بنسټ تعامل وشي.


















