کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې پرون یکشنبه کړي او ونس د نه تګ د لامل په اړه یې ای بي سي نیوز ته وویل: دا پرېکړه یوازې د امنیتي مسایلو له امله ده، ونس ډېر غوره و.»
خو وروسته رویترز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې ونس به له استیف ویتکاف او جرید کوشنر سره په دې خبرو کې ګډون وکړي. سي ان ن بیا د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې «حالات بدل شوي دي» او ونس به پاکستان ته ولاړ شي.
جي ډي ونس په لومړي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري کړې وه او په اسلامآباد کې یې د ایراني پلاوي له مشر محمدباقر قالیباف سره خبرې کړې وې.
همداراز مایک والتز، د امریکا استازي په ملګرو ملتونو کې، او کریس رایت مخکې ویلي وو چې ونس به د دوشنبې له ورځې د دې پړاو د خبرو مشري په غاړه واخلي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې استیف ویتکاف او کوشنر، د ټرمپ ځانګړي استازي، به هم له ایران سره په راتلونکو خبرو کې برخه واخلي.
ټرمپ همداراز ویلي چې د هغه استازي د پاکستان پر لور روان دي څو له ایران سره خبرې وکړي.
هغه په ټروټ شول لیکلي چې د هغه استازي به «سبا شپه» د خبرو لپاره اسلامآباد ته ورسېږي، چې د ایران په وخت به د سېشنبې سهار وي.
هغه ګواښ کړی چې که د ایران د ده وړاندیز ونه مني، نو امریکا به د ایران ټول پلونه او برېښناکوټونه له منځه یوسي.


















