عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” له خپل پاکستاني سیال “محمد اسحاق ډار” سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند پر موضوع بحث کړی دی.

د دغو خبرو پر مهال عراقچي ویلي، د ایران د بندرونو، سواحلو او کښتیو پر وړاندې ګواښونه، توندې څرګندونې، نامعقولې غوښتنې او د امریکا پرله‌پسې متناقض دریځونه د واشنګټن د بد نیت او په ډیپلوماسۍ کې د نه جديت ښکاره نښې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button