کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران مرستیال ولسمشر “محمد رضا عارف” په لومړي ځل هرمز تنګی د ایران تنګي په نامه یاد کړی او ویلي یې دي چې په وړیا توګه له دغه مهم سمندري مسیر بیړیو ته د تګ اجازه نه ورکوي.
نوموړي پر خپلې اېکس (X) پاڼې لیکلي، دا د منلو وړ نه ده چې پر ایران دې د تېلو د صادراتو بندیزونه ولګېږي، خو د نورو هېوادونو لپاره دې یاد تنګی خوندي پاتې شي.
عارف ټینګار کړی: «انتخاب روښانه دی؛ یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي، او یا به ټول د درنو لګښتونو بار پر غاړه واخلي.»
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د پوځ مرکزي قرارګاه «خاتمالانبیا» هم د امریکا له لوري د یوې ایراني کښتۍ د نیولو په غبرګون کې خبرداری ورکړی و، چې ښایي هرمز تنګی په بشپړ ډول وتړل شي.


















