د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” او د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” ترمنځ په تازه ټلېفوني خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت بحث شوی دی.

شهباز شریف پر خپلې اېکس (X) پاڼې لیکلي، چې له ایراني سیال سره یې د «سیمې د بدلېدونکي وضعیت» په اړه سلا مشورې کړې دي.

بلخوا، په پاکستان کې د ایران سفیر “محمد رضا امیری مقدم” ویلي، تر هغه چې پر ایران سمندري کلابندۍ دوام ولري، د تهران او واشنګټن ترمنځ به اختلافونه او کړکېچونه هم پر خپل ځای پاتې وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د اسلام‌آباد په کوربتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو هم پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button