ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د اوکرایین ولسمشر “زلنسکي”
پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هر هغه ډالر چې د روسیې د تېلو لپاره ورکول کېږي، د جګړې لپاره پیسې دي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې متحده ايالاتو په دې وروستیو کې د روسیې د تېلو اړوند معافیت وغځاوه.

د راپور له مخې، شمېرې ښيي چې مسکو په مارچ میاشت کې نږدې خپل د تېلو عاید دوه برابره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ بیې ډېرې لوړې شوې دي او ایران لا هم مهمه سمندري لاره هرمز تنګی د هر ډول تګ-راتګ پرمخ تړلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button