د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د ایران یوه کانتینربر بېړۍ چې «توسکا» نومېږي او له چین څخه ایران ته روانه وه، د عمان خلیج په اوبو کې تر برید لاندې راغلې ده.

د ایران د تسنیم خبري اژانس ویلي، دا پېښه څو ساعته مخکې شوې، خو د برید څرنګوالي په اړه لا بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې، راپور زیاتوي چې ایراني ځواکونو د یاد برید په غبرګون کې د امریکا ځینې پوځي بېړۍ د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.

تر اوسه د دواړو پېښو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد پر ګټو هر ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي او تهران چمتو دی د هر ګواښ پر وړاندې «باالمثل ځواب» ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button