غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت د شینکي ۹ کاریزونو اړوند د دوو چکډمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد چکډمونه به د ۵ مترو په لوړوالي جوړ شي او د شاوخوا ۸۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري. همداراز، په دې پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۸۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

چارواکي وايي، دا چکډمونه به د ۹ کاریزونو په تغذیه، د چاپېریال په ښه والي، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو او د سېلابونو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د اړوندې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button