ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني چارواکو محمد معصوم شاهي او حامد ولیدي د موساد پورې د تړلې جاسوسي شبکې د غړو په توګه اعدام کړي دي.

چارواکو ویلي، یاد کسان په هېواد کې د امنیتي فعالیتونو پر ضد په قضیو کې ښکېل وو.

د راپور پر بنسټ، دغو کسانو د مجازي فضا له لارې او همداراز د عراق د کردستان سیمې ته د سفرونو پر مهال د موساد له افسرانو سره اړیکې ټینګې کړې وې. وروسته له دې، هغوی د ځینو تخریبي او بریدیزو فعالیتونو لپاره روزنه ترلاسه کړې او بېرته ایران ته ستانه شوي وو.

ایراني چارواکو ویلي چې دا کسان د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو په تور محکوم شوي وو او د قضايي بهیر تر بشپړېدو وروسته پرې د اعدام حکم پلی شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button