کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبیکستان په رسمي بلنه د «منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون» کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي، پانګوال او تولیدوونکي برخه اخلي، چې د سیمې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره مهم بلل کېږي.
همداراز، له افغانستان څخه تر ۶۰ زیات شرکتونه د پنبې، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې ګډون لري.
د یاد وزارت په وینا، دا نندارتون د صنعت پراختیا، پرمختللو ټکنالوژیو او د پانګونې د همکارۍ د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی دی.


















