مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر “مولانا فضل‌الرحمن” ویلي، چې پاکستان که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو خپله له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي، چې د پاکستان ختیځ او لوېدیځ سرحدونه له هند او افغانستان سره تړلي دي او همدې وضعیت د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

د هغه په وینا، د دغو ستونزو له امله نه یوازې اقتصادي وضعیت خراب شوی، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم ناخوښ دي او خپله پانګونه یې کمه کړې ده.

مولانا فضل‌الرحمن زیاته کړې، چې له ایران سره اړېکې هم لا روښانه نه دي او لا هم وضاحت ته اړتیا لري.

نوموړي د اقتصادي راتلونکې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې خلک له لوړو بیو سره مخ دي او د هرمز تنګی د وضعیت له امله د سون توکو بیې هم ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه ویلي، که څه هم د ګرانۍ پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او ښايي بېرته پیل شي.

مولانا فضل‌الرحمن له حکومت څخه غوښتي، چې د سیاسي او اداري اصلاحاتو لپاره جدي ګامونه واخلي، ځکه د هغه په باور اوسنی وضعیت د پالیسۍ کمزوري ښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button