کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې ولسمشر زلینسکي په خپل خپاره شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ډزې د هولوسیفسکي په شنه سیمه کې شوې دي، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه، چې یو ۱۲ کلن هلک هم پکې شامل دی ټپیان شوي دي.
یو سړي وړمه ورځ د پلازمینې کیف کې پر خلکو ډزې وکړې، وروسته یې په یوه سوپرمارکېټ کې یو شمېر خلک یرغمل کړل او وروسته د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
د اوکراین امنیتي ادارې ویلي، چې دا پېښه د ترهګریز عمل په توګه تر څېړنې لاندې ده.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر “ایهور کلیمنکو” خبریالانو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ۴۰ دقیقو لپاره هڅه وکړه له شکمن کس سره خبرې وکړي؛ خو بریالي نه شول.
د اوکراین لوی څارنوال روسلان کراوچنکو ویلي، چې بریدګر د مسکو اوسيدونکي دي او ۵۸ کاله عمر یې درلود.


















