د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر “مجتبی علي خامنه‌اي” ویلي چې د پوځ سمندري ځواک بشپړ چمتووالی لري، څو د دښمن سمندري کلابندي ماته کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي پوځ لکه د تېرو تحمیلي جګړو په څېر، اوس هم په مېړانه د خپلې خاورې، اوبو او بیرغ دفاع کوي.

د هغه په وینا، د الهي او ولسي ملاتړ په مټ، وسله‌وال ځواکونه په منظم ډول سیمه کې د مقاومت محور د نورو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د «کفر او استکبار» له جبهې سره مخامخ دي.

مجتبی خامنه‌اي ادعا کړې، چې د دوی بې‌پیلوټه الوتکې پر امریکایي او صهیونیستي هدفونو چټک بریدونه کوي او دښمن ته زیان رسوي.

هغه ټینګار کړی، لکه څنګه چې هوايي بریدونه ونه پرځولو،همداسې د ایران زړور سمندري ځواک چمتو دی،چې دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button