کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ملګري ملتونه کارپوهانو له اروپايي ټولنه غوښتي چې له اسرائیلو سره د شراکت تړون، چې د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي او سوداګریزې اړیکې تنظیموي، سمدستي وځنډوي.
دا غوښتنه د اروپايي وګړو د نوښت له مخې شوې چې له یو میلیون څخه ډېر لاسلیکونه یې راټول کړي دي.
کارپوهان وایي، اروپايي ټولنه نه شي کولی د بشري حقونو د ملاتړ ادعا وکړي او په عین حال کې له اسراییل سره اقتصادي او سیاسي اړیکې وساتي، ځکه دغه هېواد په جدي بشري سرغړونو تورن دی.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، په غزه کې وضعیت د بشري حقونو پراخ نقض ښيي او ټینګار کوي چې د دغه تړون ځنډول یوازې سیاسي پرېکړه نه، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې د اروپايي ټولنې قانوني مکلفیت دی.
















