ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر توسکا بېړۍ برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د بېړۍ عمله د برمته شویو کسانو په توګه ساتل کېږي. یاد وزارت دا اقدام د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

ایراني چارواکو دغه برید سمندري غلا، ترهګریز عمل او د اوربند ښکاره نقض بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې به جدي پایلې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د توسکا بېړۍ او د هغې د عملې د خوشې کېدو لپاره باید ژر اقدام وشي، او زیاته کړې یې ده چې ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button