کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران خبرو اترو ته حاضر نهشي، له داسې ستونزو سره به مخ شي چې مخکې یې هېڅکله نه دي لیدلي.
نوموړي له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم غواړي له تهران سره یوې نوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ زیاته کړې چې سره له دې د خبرو دروازې پرانیستې دي، خو نور غوراوي هم پر مېز ایښي دي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به اجازه ورنه کړل شي څو اټومي وسلې ترلاسه کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه حساس پړاو ته رسېدلې او د یوې احتمالي هوکړې لپاره سیاسي هڅې دوام لري.
















