کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سپین زر امارتي شرکت له لوري د یوه ستر سوداګریز مرکز رغنیزې چارې پیل شوې.
د مسؤلينو په وینا، دغه پروژه د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت عملي کېږي او موخه یې د سوداګرۍ پراختیا او د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
یاد سوداګریز مرکز به د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز کې د سپین زر شرکت پر ۳۲ جریبه ځمکه جوړ شي، چې تمه ده د بشپړېدو وروسته به د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
















