کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ د لسګونو کورنیو او شاوخوا ۶۰ بهرنیو ورزشکارانو په ګډون رسماً پیل شوې.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د اووه هېوادونو په ګډون د دې کچې نړیوالې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د اوزبېکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، افغانستان او ترکیې ورزشکاران برخه لري.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وايي، چې دا ډول نړیوالې سیالۍ د ورزش د ودې ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون کوونکو هېوادونو ورزشکارانو د خپلو ملي بیرغونو سره د منظم حرکت په ترسره کولو میدان ته ننوتل، چې د ملي هویت، یووالي او متقابل درناوي څرګندونه یې کوله.


















