کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پرانیستې په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ويلي، دا یو ستر ویاړ دی چې افغانستان کې په دومره لویه سطحه سیالۍ ترسره کیږي او له بهرنیو هېوادونو ورزشکاران دلته راغلي دي.
هغه زیاته کړه چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان ورزش د نورو برخو ترڅنګ ښه وده کړې ده او ورزش د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مهمه واسطه ده، په داسې حال کې چې د افغانستان د ورزش ادارې وروستۍ لاسته راوړنې د پام وړ دي.
ښاغلي متقي وویل چې د اسلامي امارت هڅه دا ده چې افغانستان د زده کړو، امنیت، اقتصاد او ورزش په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې راتلونکي کې له نړۍ سره ورزشي اړیکې لا پیاوړې شي او دا ډول سترې برنامې دوام ومومي.


















