نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د نورستان ولایت ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم رسنیو ته ویلي، دغه پروژه د اسلامي امارت له پراختیایي بودیجې تمویلېږي او د کونړ ولایت د غازي‌آباد ولسوالۍ له درین کلي څخه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ تر کامو کلي پورې غځېږي.

هغه زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د پنځو کانکریټي پلونو، د استنادي دېوالونو جوړول او د سیلابونو د خطر د مخنیوي لپاره اړینې رغنیزې چارې هم شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button