سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏ راپورونه وایي، چې په جنوبي سوډان کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. سرچینو ویلي، چې پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوې، کله چې الوتکې د “جوبا” ښار پر لور الوتنه کوله؛ خو د ۳۰ دقیقو له تېرېدو وروسته یې د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکه پرې شوه. د جنوبي سوډان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي. لومړني راپورونه وایي، چې ښايي الوتکه د ناسمې هوا له امله لوېدلې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button