کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د والیانو د ټولنې پخواني مشر او پخوانی والي عبدالجبار تقوا یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د هېواد یو شمېر ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
ده د هلمند په امنیت سخته اندېښنه وښودله، او ویې ویل، چې هلمند دا مهال د سقوط په حال کې دی.
نوموړي همدا راز وویل، چې د کابل امنیتي وضعه هم ښه نه ده.
ده همدا شان د کندز په امنیتي حوزه او په نورو برخو کې د جګړې خبر ورکړی دی.
له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د والیانو د اندېښنې بې اساسه بولي، او وايي، چې په روان کال کې یې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.
د یادولو ده، دا چې طالب ځواکونو پسرلني عملیاتو ته د تیارۍ نیولو لپاره د یو شمېر ولایتونو مرکزونو کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي، او غواړي تر څو د ولایتونو مرکزونه ونیسي.
















