ملا برادر په کندهار کې د ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه پرانیسته

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د شمالي دهلېز اړوند د ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې پرانیسته وکړه.
نوموړي د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهمې بنسټیزې پروژې پیل کړې دي، څو خلکو ته کاري فرصتونه او اسانتیاوې برابرې شي.
ملا برادر زیاته کړې، چې د دغسې پروژو عملي کېدل به د سیمو ترمنځ اړیکې پیاوړې، د ټرانسپورټ بهیر چټک او د سوداګرۍ لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هغه په خبره، حکومت هڅه کوي د بنسټیزو پروژو له لارې د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی او د خلکو ستونزې راکمې کړي.



