د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د بلخ ولایت او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو ۱۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د راپورونو له مخې، یاد هوکړه‌لیکونه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال شهاب الدین صادق او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رییس امان بای اورين بايوف په حضور کې په بلخ ولایت کې لاسلیک شول.

همداراز په همدې مناسبت د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون هم په بلخ کې پرانیستل شوی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې جلب او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button