مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۷۸ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ټولټال ۹۷۸ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۰۴۶ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

راپور زیاتوي یوازې د تورخم له لارې ۷۵۱ کورنۍ ثبت او بایومټریک شوې دي او سلګونه کورنۍ کابل، ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د کمېسیون په وینا، راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، روغتیا، خوراک او مخابراتو په برخو کې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې لپاره په ننګرهار، لغمان، زابل، فراه، لوګر او کندز ولایتونو کې ۱۳۵۱ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button