کورنيو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلا، قاچاق او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، په هلمند کې یو تن د مسو د ۱۰۰ خښتو د قاچاق، په فاریاب کې ۵ تنه د غلا او په نیمروز کې ۴ تنه د برېښنا د مزیو د غلا په تور نیول شوي دي.

همداراز په جوزجان کې ۲ تنه د وسله‌والو غلاوو او په فراه کې یو بل تن د غلا په تور نیول شوی دی. په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت مسوولینو ۴ عرادې هغه وسایط هم نیولي چې په ناقانونه ډول پرې غرني لرګي بار وو.

مربوطه مطالب

Back to top button