د اسرائیلي پوځ لوی درستیز: پوځ د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلي پوځ لوی درستیز ایال زامیر د پارلمان د دفاع او بهرنیو چارو کمېټې له غړو سره په یوه پټه ناسته کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو پوځ د پاشل کېدو له جدي خطر سره مخ شوی دی.
زامیر ویلي، د بشري ځواک کمښت به په څه کم یو کال کې وروستي حد ته ورسېږي او احتیاطي ځواکونه هم د کمزورۍ او پاشل کېدو له وضعیت سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، د ۲۰۲۷م کال له پیل سره به د زرګونو سرتېرو د خدمت موده پای ته ورسېږي او له پوځ څخه به ووځي، چې له امله یې د تازه دمو ځواکونو د جذب اړتیا لا ډېره شوې ده.
د نظامي چارو شنونکي وایي، که څه هم اسرائیلو تر اوسه د غزې، لبنان او ایران په جګړو کې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي خپرې کړې، خو د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې ښيي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته اسرائیلي رژیم د بشري ځواک له سخت بحران سره مخ شوی او زرګونه سرتېري یې له لاسه ورکړي دي.



