مجتبی خامنه‌یي ایراني ځواکونو ته د عملیاتو د دوام امر کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی،چې د ایران د رهبر زوی “مجتبی خامنه‌یي” د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه له قومندان “علي عبداللهي” سره په لیدنه کې د عملیاتو د دوام او له «دښمنانو» سره د پرېکنده مقابلې لپاره نوې لارښوونې صادرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، علي عبداللهي په دې لیدنه کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د چمتووالي د کچې په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.
ایراني رسنیو د دغې لیدنې د ترسره کېدو دقیق وخت نه دی څرګند کړی، خو د علي عبداللهي له قوله یې لیکلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د امریکا او اسرائیلو د هر ډول احتمالي اقدام پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ او پوځي ګواښونه لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button