د عاصم منیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون: ذبیح الله مجاهد- د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د پاکستاني پوځ د مشر “جنرال عاصم منیر” هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او دا د اسلامي امارت د ستراتیژۍ مهمه برخه ده.
هغه له پاکستان څخه غوښتي، چې د ورته موضوعاتو په اړه له پوره دقت او احتیاط څخه کار واخلي او په خپله خاوره کې د ناامنۍ او تحرکاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د ویلو ده، چې د افغان حکومت مرکزي ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ پاکستان د هند پر وړاندې د بریا لومړۍ کلیزه ولمانځله او د پوځ مشر یې یوځل بیا له افغانستان څخه وغوښتل چې خپله خاوره کې دې د پاکستان ضد وسله والو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي؛ خو افغانستان تل ورته ادعاوې رد کړي او یاده ستونزه یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.



