د ناروې ځانګړي استازي او ملا امير خان متقي د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ناروې شاهي دولت له نوي ځانګړي استازي بیورن هانسن سره لیدلي او د افغانستان، سیمې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، هانسن ویلي چې ناروی له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ناروېي استازي په افغانستان کې د امنیت، د مخدره توکو پر ضد مبارزې او ځینو نورو برخو کې شته پرمختګونه د پام وړ بللي او ویلي یې دي چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کېدل به د همکاریو د پراختیا لامل شي.
بلخوا، مولوي امیر خان متقي د ناروې له همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې رامنځته شوی ثبات باید د نړیوالو همکاریو د پراخېدو لپاره وکارول شي.



