ولسمشر پزشکیان: له امریکا سره خبرې غولونکې لوبه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان ویلي، له امریکا سره خبرې یوه «غولونکې لوبه» ده.
پزشکیان ټینګار کړی،چې واشنګټن تل د خبرو اترو تر نوم لاندې پر هېوادونو د فشار سیاست مخته وړی او په عملي ډګر کې یې خپلو وعدو ته ژمنتیا نه ده ښودلې.
هغه ویلي، ایران به د خپلو ملي ګټو او اصولو پر بنسټ پرېکړې وکړي او د بهرني فشار تر اغېز لاندې به رانشي.
د ایران ولسمشر همداراز زیاته کړې چې تهران د هر ډول سیاسي او امنیتي تحولاتو لپاره لازم چمتووالی لري او د هېواد له مشروع حقونو څخه به دفاع ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button