رویټرز: سعودي عربستان پر ایران پټ هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د منځني ختیځ د جګړې پر مهال د خپل هېواد پر ضد د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې پر ایران څو نااعلان شوي بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، دغه بریدونه تر دې مخکې رسنیز شوي نه وو او دا د سعودي عربستان له لوري د ایران په خاوره کې د مستقیم پوځي اقدام لومړۍ پېژندل شوې پېښه بلل کېږي.
رویټرز ویلي، که څه هم دوی په خپلواکه توګه د دغو بریدونو ځانګړي هدفونه نه شي تاییدولی، خو د سرچینو په وینا دا عملیات د سعودي عربستان د هوايي ځواک له لوري د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شوي دي.
تر اوسه د ایران او سعودي عربستان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button