يمن سعودي ته؛ نور د ځنډ وخت نشته، ټول انتخابونه پرانیستي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د یمن اړوند سرچینو سعودي عربستان ته په یوه سخت خبرداري کې ویلي، چې دا وروستی فرصت دی او نور د ځنډ او تردد ځای نه شته.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یمن د خلکو صبر پای ته رسېدلی او نور د اوسني وضعیت دوام د منلو وړ نه دی. سرچینو ټینګار کړی، چې د یمن د کړکېچ د پای ته رسولو، د خلکو د حقونو د اعادې او د کړاوونو د ختمولو لپاره باید جدي ګامونه پورته شي.
اعلامیه زیاتوي، که دغه فرصت له پامه وغورځول شي، نو د بحران د مسؤلانه حل هر ډول هیله به له منځه ولاړه شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د یمن خلک د خوندي او باعزته ژوند حق لري او دا حق د ځنډ وړ نه دی.
بلخوا سرچینو ادعا کړې، چې هغه مهلت چې له سعودي سره د صنعاء له لوري ټاکل شوی و، پای ته رسېدلی دی.
دوی سعودي عربستان تورن کړی، چې په یمن کې د سولې له مسؤلیتونو تېښته کوي او پړه پر امریکا اچوي، په داسې حال کې چې د دوی په وینا د غزې ملاتړ د سولې د خنډ لامل نه شي کېدای.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې که واشنګټن او ریاض خپلې تګلارې ته دوام ورکړي، نو د دوی ټول انتخابونه پرانیستي دي.
همداراز خبرداری ورکړل شوی، چې د سعودي عربستان هوايي حریم د بشپړ تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button