د کور او ښار جوړولو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰۰ څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې ویلي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، په دې پروسه کې په ننګرهار کې ۲۸۶، پکتیکا کې ۴۰، زابل کې ۲۰۰، پکتیا کې ۲۶، لوګر کې ۱۶۵، کندز کې ۱۶۲، غزني کې ۸۰، فراه کې ۳۰۰ او هلمند کې ۵۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یوازې د سه‌شنبې په ورځ ټولټال ۱۳۰۹ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې چې ورسره په هېواد کې د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر ۲۴ زره او ۱۶۰ ته رسېدلی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د راستنېدونکو کورنیو د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو او د اسانتیاوو برابرولو بهیر لا چټک او دوامدار شي.

مربوطه مطالب

Back to top button