په هلمند کې د درې موټرو قاچاقي انساني درمل نیول شوي او سوځول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ۲۱۵ عزم قول اردو مسوولین وايي، د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء اړوند د اووم سرحدي کنډک منسوبینو د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د رباط په سیمه کې درې هغه موټرې نیولي چې په کې انساني درمل بار وو او غوښتل کېدل په غیرقانوني ډول هېواد ته راوارد شي.
د یادې قول اردو په وینا، تر نیول کېدو وروسته دغه درمل د لواء د رهبرۍ د هدایت پر اساس سوځول شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې تر دې وړاندې هم د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.



