پکتیا کې راستنېدونکو کډوالو ته د ۸۸۶ استوګنیزو نمرو د وېش چارې روانې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش او دایمي مېشتېدنې د بهیر د چټکتیا لپاره د پکتیا ولایت په رباط ښارګوټي کې د خط اچونې او نقشې د تطبیق چارې روانې دي.

د وزارت په وینا، یاد ښارګوټی د ګردېز اړوند د رباط په سیمه کې په ۱۹۴۶ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې پکې ۸۸۶ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.

د مسؤلینو په خبره، تر دې مهاله د شاوخوا ۶۰ نمرو د خط اچونې چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو نمرو د تثبیت او خط اچونې بهیر دوام لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د دې پروژې موخه هغو راستنېدونکو کورنیو ته د مناسبې سرپناه برابرول دي چې په وروستیو کې هېواد ته راستانه شوې دي، او هڅه کېږي چې د نمرو د وېش لړۍ ژر بشپړه او مستحقو کورنیو ته عملي توزیع پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button