د معیار او کیفیت ادارې له هندي شرکت سره د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د لابراتوارونو د پراختیا قرارداد لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د دې ادارې او د هندي TCRC شرکت ترمنځ د کیفیت تثبیت لابراتوارونو د پراختیا او تجهیز لپاره لوی قرارداد لاسلیک شو.

د يادې ادارې په وینا، دغه قرارداد د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره دی چې پر بنسټ به یې په مرکز او د هېواد په نهو بندرونو کې د ودانیزو توکو، برېښنايي وسایلو، نساجۍ، چرم او کاغذ لپاره معیاري لابراتوارونه جوړ او سمبال شي.

مسوولین وایي، دا پروژه به د وارداتو او تولیداتو د کیفیت په ښه والي، د صادراتو د پراختیا او د نړیوالو معیارونو (ISO) د ترلاسه کولو په برخه کې مهم رول ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button