ملا عبدالواسع او عرفات جمال د افغان کډوالو پر ستونزو او جبري راستنېدنې خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له رئیس عرفات جمال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو، اجباري راستنېدنې، د راستنېدونکو د مدیریت او افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر د راتلونکي سفر په اړه خبرې شوي. عرفات جمال د اسلامي امارت له لوري د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي او مدیریت ستاینه کړې او ویې ویل چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر اجباري راستانه شوي کډوال منلي دي.
نوموړي د اقتصادي ستونزو، د نړیوالو مرستو کموالي، وچکالۍ او د پاکستان د فشارونو له امله د افغان کډوالو وضعیت اندېښمنوونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر راتلونکی سفر به د افغان مهاجرینو د حقونو د ملاتړ او نړیوالو مرستو د جلبولو لپاره مهم وي.
بلخوا ملا عبدالواسع وویل، کوربه هېوادونه باید د مهاجرینو نړیوال قوانین مراعت کړي او له افغان کډوالو سره له سیاسي او جبري چلند څخه ډډه وکړي.



