غزني کې د ۶۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۲ پراختیايي پروژې پلې کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د غزني ښاروالۍ مسوولین وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره یې د ۶۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۲ بېلابېلې پراختیايي، رغنیزې او خدماتي پروژې تر کار لاندې نیولي چې دغه پروژې د ښار د بیارغونې او ښاري خدماتو د ښه والي په موخه پلې کېږي.
د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت ویلي، په یادو پروژو کې د کابل–کندهار لویه لاره پراخول، د ښار سړکونو د داغګیرۍ چارې، د ویالو او پلچکونو رغول شامل دي. هغه زیاتوي چې د ښاري نظم د پیاوړتیا ترڅنګ د پارکونو او شنو سیمو جوړول هم په پلان کې شامل دي.
د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو د عملي کېدو سره به د غزني د ښاري خدماتو کچه لوړه شي او د ښار د پرمختګ لپاره به مهم بنسټونه برابر شي.



