روسیه کې پاکستاني سفیر: د سیمې راتلونکی د افغانستان له ملګرتیا سره تړلی دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
په روسیه کې د پاکستان سفیر “فیصل نیاز ترمذي” ویلي، چې د افغانستان ثبات او له کابل سره همکاري د سیمهییز اتصال او د کړکېچونو د کمېدو اساسي شرط ګڼل کېږي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، فیصل نیاز ترمذي له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامآباد-کابل ترمنځ وروستي کړکېچونه کم شوي او د دواړو هېوادونو اړېکې اوس د ثبات پړاو ته داخلې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان نه غوښتل د افغانستان پر ضد پوځي ځواک وکاروي، خو د ده په وینا، بریدونو او ناامنۍ دغه هېواد دې ته اړ کړی و چې اقدامات ترسره کړي.
ترمذي د دواړو هېوادونو تاریخي او قومي اړېکو ته په اشارې وویل، افغانستان او پاکستان اوږده ګډه پوله او ژورې ټولنیزې اړېکې لري او د دوهاړخیزو اړېکو ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
په مسکو کې د پاکستان سفیر افغانستان د شمال ـ جنوب د ټرانسپورټي دهلېز لپاره مهم هېواد وباله او ویې ویل، که په سیمه کې ثبات رامنځته شي، نو د روسیې، منځنۍ آسیا او پاکستان ترمنځ به د سړکونو او رېل پټلۍ شبکې لا فعالې شي.
فیصل نیاز ترمذي هیله څرګنده کړه،چې د کابل او اسلامآباد اړېکې به په راتلونکي کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال د پراختیا پر لور لا پیاوړې شي.



