خوست کې د ۵۰۰ زره ډالرو په پانګونې د «ملي سټيل» ستره نماينده‌ګي پرانيستل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوه‌سرکه بازار کې د «ملي سټيل» په نوم د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې ستره نماينده‌ګي د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې پرانيستل شوه.

د دغې نماينده‌ګۍ مسئول محمد یوسف ودان ویلي، چې په خوست کې د ودانیزو چارو د زیاتوالي له امله یې دغه پانګونه کړې، څو خلکو ته د لوړ کیفیت اوسپنیز ساختماني توکي وړاندې کړي.

د افغانستان د اوسپنې د ویلې کولو د اتحادیې اجرائیه رئیس عبدالنصیر رښتیا د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې دا مهال په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کولو ۴۸ فابریکې فعالیت کوي او په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷ زره تولیدي فابریکې فعالې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یوازې د اوسپنې د ویلې کولو په سکټور کې تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو زیاته پانګونه شوې او زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button