لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
یوې لبناني رسنۍ د امریکا د ولسمشر “ټرمپ” وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، ایران اوس په سیمهییز او نړیوال ځواک بدل شوی او د نړۍ د قدرت انډول یې بدل کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، ‘العهد” خبري ویبپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې چې سرلیک یې دی «ولې امریکا په هرمز تنګي کې یوازې پاتې شوه؟» لیکلي، د نړیوالو اړېکو په تیورۍ کې «هژموني» هغه حالت ته ویل کېږي چې یو واحد ځواک د زور او نفوذ له لارې نړیوال نظم اداره کوي.
راپور زیاتوي چې متحده ایالاتو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځان د نړۍ د پولیسو په توګه معرفي کړی و؛ خو اوس د دغه یو اړخیز نظام د کمزورۍ نښې څرګندې شوې دي.
العهد لیکلي، د امریکا د جګړې وزیر “پیټ هېګسټ” وروستۍ څرګندونې او د ټرمپ هغه ټویټ چې په هرمز تنګي کې یې د عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې وه، ښيي چې واشنګټن نور د پخوا په څېر پر نړیوالو معادلو بشپړ تسلط نه لري.
د راپور له مخې، د سیمې وروستي بدلونونه او د ایران پراخ نفوذ د دې لامل شوی چې د نړۍ د قدرت توازن په تدریجي ډول بدلون ومومي.



