صهیونیستي اشغالګر ريژیم پر لبنان د بریدونو نوې څپه پیل کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
صهیونیستي اشغالګر پوځ وایي چې نن چهارشنبه یې د لبنان په سویلي سیمو کې د بریدونو نوې څپه پیل کړې او د حزب الله اسلامي غورځنګ اړوند زیربناوې یې په نښه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حکومت د حزب‌ الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ د جګړې درولو لپاره واشنګټن کې اسرائیلي لوري سره تر خبرو وروسته اوربند ټینګ شوی و.
حزب‌الله اسلامي مقاومتي ډله چې په لبنان کې د اسرائیلو پر ضد له کلونو راهیسې په مبارزه بوخته ده پراخ ولسي ملاتړ له ځانه سره لري او لبناني ولس یې د خپلواکۍ یو سمبول ګڼي.
د اسرائیلو پوځ نن ویلي چې: «د دې هېواد دفاعي ځواکونو د سویلي لبنان په څو سیمو کې د یادې ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.
په ورته مهال د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو په جنوبي لبنان کې د صهیونیستي پوځ پر مرکزونو او پوځي کاروانونو پراخ او ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button