ستره محکمه: په ۳۴ ولایتونو کې د قتل ۱۱۲۱ قضیې د سولې او جوړجاړي له لارې حل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د سترې محکمې ویاند قاري منصوراحمد حمزه وايي، د اسلامي امارت له بیا حاکمیت راوروسته د ۱۴۴۷ سپوږمیز کال تر درېیمې ربعې پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د قتل ۱۱۲۱ قضیې د سولې، جوړجاړي او دیت له لارې حل او فصل شوې دي.

د هغه په وینا، دا قضیې د محاکمو د هڅو او د علماء کرامو، قومي مخورو او سپین‌ږیرو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو کلونو کې د درې‌ګونو محکمو له پرېکړو او د اسلامي امارت د مشرتابه د اجازې پر اساس پر ۱۲ کسانو د قصاص حکم هم تطبیق شوی دی.

نوموړي ویلي، ستره محکمه د اسلامي شریعت د تطبیق، د ظلم د مخنیوي او د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button