مولانا فضل‌الرحمان: سیمه کې روانه بې ثباتي د امریکا د شیطاني تګلارو پایله ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د امریکا پر ولسمشر “ټرمپ” سختې نیوکې کړې او هغه یې د منځني ختیځ د ناامنۍ او په فارس خلیج کې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل بللی دی.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، مولانا فضل‌الرحمان په اسلام آباد کې د پاکستان پارلمان ته څېرمه له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، ټرمپ د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه د لسګونو زره مسلمانانو د وینې مسؤل ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه، د امریکا ولسمشر پر خپلو ډیپلوماټیکو ژمنو خیانت کړی، له جامعې نړیوالې اټمي موافقې څخه په یو اړخیز ډول وتلی او پر ایران یې جګړه تپلې ده.
د جمعیت علماء اسلام مشر د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه هم په کلکه وغندله چې د ټرمپ د نوبل سولې جایزې د نوماندۍ ملاتړ یې کړی دی.
مولانا فضل‌الرحمان ټینګار وکړ، چې د سیمې روانه بې‌ثباتي د امریکا د شیطاني تګلارو پایله ده او واشنګټن باید د منځني ختیځ د کړکېچونو مسؤلیت ومني.

مربوطه مطالب

Back to top button