ولسمشر اردوغان ټرمپ ته: داسې تګلارې مه غوره کوه چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د ایران، لبنان او غزې په اړه د امریکایي ولسمشر “ټرمپ” پر وروستیو سیاستونو سختې نیوکې کړې او د واشنګټن اوسني دریځونه یې د سیمې د بېثباتۍ اصلي لامل بللي دي.
ولسمشر اردوغان ویلي، چې امریکا په منځني ختیځ کې ناسم حسابونه کوي او د ټرمپ اوسني پلانونه او تګلارې ستراتېژیکې تېروتنې دي.
د ترکیې ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: «له داسې تګلارې ډډه وکړه چې د سیمې تاریخ، ارزښتونه او واقعیتونه له پامه وغورځوي.»
ولسمشر اردغان غزه او لبنان کې روان وضعیت نسلوژنه او د ټرمپ احمقانه تګلاره بللې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي هېوادونه باید د لبنان او فلسطین د ملاتړ او د صهیونیستي ريژیم د تېریو مخه ونیسي.
اردوغان ویلي، چې د غزې او ټول فلسطین اصلي خاوندان فلسطینیان دي او هېڅوک حق نه لري، چې هغوی له خپلې خاورې بېبرخې کړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، که د ایران-امریکا ستونزه د خبرو له لارې حل نه شي او جګړه بیا پیل شي په نړیوال امنیت او اقتصادي وضعیت به جدي اغیزه ولري او نړیوال قدرتونه باید د کړکېچونو د زیاتولو پر ځای د سیاسي حللارو ملاتړ وکړي.



