عراقچي: کوېټ د تفرقې اچولو هڅې کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په تازه څرګندونو کې پر کوېټ تور لګولی، چې په سیمه کې د تفرقې او کړکېچ د رامنځته کولو هڅې کوي.
عراقچي دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د کوېټ امنیتي ځواکونو د یوې ایراني کښتۍ پر ضد اقدام کړی او څلور ایراني وګړي یې نیولي دي.
د کوېټ دولتي خبري اژانس «کونا» د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې نیول شوي کسان د ایراني استخباراتو غړي وو او غوښتل یې د سمندر له لارې کوېټ ته داخل شي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، کوېټي ځواکونو په ناقانونه ډول پر یوې ایراني کښتۍ برید کړی او څلور ایراني وګړي یې د فارس خلیج په اوبو کې نیولي دي.
د هغه په وینا، دا پېښه یوې داسې ټاپو ته نږدې رامنځته شوې چې امریکا ترې د ایران پر ضد پوځي او استخباراتي فعالیتونه ترسره کوي.
عراقچي د نیول شویو کسانو د سم‌لاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې تهران د مناسب ځواب ورکولو حق ځان ته محفوظ ګڼي.

مربوطه مطالب

Back to top button