مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۴۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ۹۴۹ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي او ورته د ثبت، بایمیټریک، ټرانسپورټ او لومړنیو خدماتو چارې ترسره شوې دي.
د راپور له مخې یوازې د تورخم له لارې ۷۶۷ کورنۍ، له سپین بولدک څخه ۸۹ کورنۍ، له نیمروز څخه ۶۱ کورنۍ او له اسلام کلا څخه ۳۲ کورنۍ هېواد ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون په وینا، راستنو شویو کورنیو ته د لېږد، کرایې، نقدي مرستو، سیمکارتونو او روغتیايي خدماتو په ګډون بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوې دي.



