متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر د زیربناوو نړیوالې سرمشریزې کې ګډون کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني، د ابوظبۍ بنسټیزو پروژو او زیربناوو نړیوالې سرمشریزې (ADIS) د پرانیستې په غونډه کې ګډون کړی دی.

په دغې غونډه کې د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربناوو وزیر سهیل المزروعي، د ابوظبۍ د ښاروالۍ او ټرانسپورټ ادارې رئیس محمد علي الشرفا، د بېلابېلو هېوادونو استازو، نړیوالو متخصصینو، پانګه‌والو او د شرکتونو استازو هم حضور درلود.

یاده سرمشریزه د «ښاري پرمختګ او د راتلونکو ښارونو نوي لیدلوري» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د عصري زیربناوو، ځیرکو ښارونو، دوامدار پرمختګ او نوې ساختماني ټکنالوژۍ اړوند بحثونه او تخصصي ناستې ترسره شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button