اقتصادي کمېسیون د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، چې په کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري د ۶۹ مسودو د تایید موضوع مطرح شوه.

د هر اړخیز بحث وروسته دغه مسودې تایید شوې، چې ۲۹ یې ازمایښتي طرزالعملونه او پاتې نور معیارونه دي او د مدیریت، نفتو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، کرنې، خوراکي موادو، کانونو، چاپېریال او ساختماني برخو پورې اړه لري.

په غونډه کې د جوزجان شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې په اړه د ارزونو راپور هم وړاندې شو او پرېکړه وشوه چې یو ځانګړی پلاوی به سیمې ته ولاړ شي او خپل راپور به راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د قرارداد، د تېلو د قراردادونو د څېړنې کمېټې او د کندوز علي آباد ولسوالۍ د روغتون په اړه بحث وشو، چې په پای کې پرېکړه وشوه د علي آباد ولسوالۍ لپاره دې ۳۰ بستریز روغتون جوړ شي او د نورو موضوعاتو تفصیلي راپور دې د ریاست‌الوزراء مقام ته وړاندې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button